لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: سیاسي ګوندونو سره د مذاکراتو اؤ معافۍ خبره پارلیمان کولی شي، پوځ یې صلاحیت نه لري


څېړونکي وایي، له سیاسي ګوندونو سره د مذاکراتو یا ورته د معافۍ ورکولو خبره په پارلیمان کې کیدای شي خو پوځ دا صلاحیت نه لري چې له سیاسي ګوندونو سره د مذاکراتو یا ورته د معافۍ نه ورکولو خبره وکړي.

د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف له هغه څرګندونو وروسته چې ویلي یې وؤ، د نهم مئ د تشدد د کارروایو مقصد پوځ کې تقسیم پیدا کول وو اؤ د دې ذمه وارو ته به معافي ورنه کړی شي د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر هم تېره ورځ ویلې دي چې د نهم مئ د پېښو پلان جوړونکو سره به هیڅ قسمه مذاکرات ونه شي.

څیړونکي د پوځي مشر دغه بیان ته خپل غبرګون کې وایي باید چې د معافۍ یا مذاکراتو خبره پارلیمان کړې وه خو پاکستان کې چې د هر یو ګوند حکومت وي نو د پوځ‌ د فشار لاندې وخت تېروي.

د پوځ‌ د ویاندې ادارې آي اېس پي آر بیان ترمخه د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ویلي چې د نهم مئ د پیښو د ذمه وارانو پرضد به قانوني کارروایي کیږي اؤ پوځ‌ هم تر یو حد پورې صبر کولی شي خو دا صبر دې د پوځ کمزوري ونه ګڼلی شي.

تر دې وړاندې وزیراعظم شهباز شریف هم دغه رقم بیان ورکړی و.

آیا د پارلیمان اؤ عدلیې په موجودیت کې پوځ د سیاسي ګوندونو په اړه دغه رقم بیانونه ورکولې شي؟ په دې اړه خبریال علي اکبر وایي، پاکستان کې چې هر کله یو جمهوري حکومت جوړیږي نو ددغه حکومت تر شا هم پوځ ولاړ وي.

ډیوه سره خبرو کې علي اکبر وایي، پاکستان کې حکومتونه په دې خبره پوهیږي چې دلته اصلي طاقت پوځ دی ځکه حکومتونه چې مدام څه خبره کوي نو د پوځ په خوښه یې کوي.

هغه وایي اوس هم چې د پاکستان حکومت د عمران خان خلاف کومه بیانیه خپله کړې ده، دا د پوځ په خوښه اؤ د پوځ په فشار خپله کړل شوې ده.

تیر کال د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د غبن په یوه قضیه کې له نیول کیدو وروسته دهغه د ګوند پلویان په نهم مئ په ګرد هیواد کې د تشدد ډکې مظاهرې کړې وې چې ددغو احتجاجونو په مهال په پوځي تاسیساتو اؤ سرکاري ودانیو بریدونه شوي وؤ.

تر دغو پېښو وروسته پاکستان کې په دولتي ودانیو اؤ پوځي تاسیساتو د بریدونو په تور د تحریک انصاف ګوند یو شمیر فعالین نیول شوي وؤ اؤ په هغوي کې د زیاتروپرضد په پوځي عدالتونو کې مقدمې جوړې کړې شوې وې .

په پوځي‌عدالتونو کې د عام خلکو خلاف د مقدمو جوړېدو پرضد هم سپریم کورټ کې یو شمیر خواستونه جمع کړی شوي دي چې لا تر دې دمه دغه خواستونه د اورېدنې لاندې دي.

د پوځي سرلښکر دا بیان چې د نهم مئ د پېښو ذمه وارانو ته به بخښنه ونه کړل شي، دا په پوځي عدالتونو کې په روانو مقدمو څه اغیز کولی شي، په دې اړه قانون پوه اسد خان ایډوکیټ وي او ای ډيوه ته وایي، د پوځ د سرلښکر دا بیان هیڅ قانوني حیثیت نه لري، چې ګنې د نهم مئ په پېښو تورنو کسانو ته به معافي نه ورکول کیږي.

ښاغلی اسد خان خان ایډوکیټ وایي چې د پوځي سرلښکر دا بیان د پاکستان د ایین څخه هم خلاف دی خو دا یو واضحه پېغام دی.

د هغه په خبره "د خلکو په ضد چې د نهم مئ د پېښو په اړوند کومې مقدمې روانې دي په هغې کې په عدلیه د فشار راوړلو دا یوه لاره یا حربه ضرور ده"

هغه وایي هر کله چې د ملک د یوې طاقتورې ادارې مشر دغسې بیان ورکوي نو د هغې اغېز به هرو مرو د نهم مئ د پېښو په مقدمو هم وي.

تېره اوونۍ د آي اېس پي‌ آر مشر میجر جنرال احمد شریف د یوخبرې کانفرنس په مهال ویلې وو چې باید د نهم مئ ذمه واران د زړه نه معافي وغواړي اؤ مثبت سیاست وکړي.

د دې په غبرګون کې د پښتونخوا ملي عوامي‌ ګوند مشر محمود خان اچکزي چې تیر وختونو کې به ورباندې د پي ټي آي مشر عمران خان سختې نیوکې کولې، ویلې دي وړومبی دې پاکستان کې د مارشل لا لګوونکي بخښنه وغواړي .

همدا شان د مذهبي سیاسي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم د پوځي ویاند څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی اؤ ویلي یې دي چې د پاکستان د ایین له مخې پوځ د ملکي په سیاست کې هیڅ کردار نه لري خو پوځ ایین سره خپل سوګند مات کړی اؤ سیاست کې ګوتې وهي.

د پاکستان په پوځ وخت په وخت سیاست کې د مداخلې تورونه لګي خو پوځ پروسکال د عمران خان د حکومت په وروستیو شپو ورځو کې ویلي وؤ چې له سیاسته یې ځان رانغاړلی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG