لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

بلوچستان: تربت کې له پنجاب سرہ تعلق لرونکي دوہ مزدوران په ډزو وژل شوي

File Photo
File Photo

د بلوچستان په تربت کې له پنجاب سرہ تعلق لرونکي دوہ مزدوران په ډزو وژل شوي.

د پولیسو په وینا پېښه یکشنبې په سهار د تومپ په سیمه کې شوې چې نامعلومو وسله والو ھلته کارکونکي دوہ تنه په ډزو ووژلي.

د پولیس یوہ چارواکي د نوم نه ښولو په شرط ډیوہ ته وویلي چې د وژل شويو کسانو شناخت د محمد شاهد او محمد نعیم په نومونو شوی چې د پنجاب صوبې له فیصل آباد اوسیدونکي وو.

د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي په سرکاري بیان کې یادہ د پېښه غندلې او ژمنه یې کړې چې په دې ناوړه جرم کې ککړ ترهګر به د قانون منګولو ته وسپاري.

د یادې پېښې زمه واري د رپورټ د جوړ‎ولو تر وخته کوم چا ندہ منلې. خو په بلوچستان کې و دې ته ورته د زیاترہ پېښو زمه واري بیلا بیلې ناقانونه ګرځول شوي بلوڅ بیلتون غوښونکې وسلوالې ډلې مني.

په بلوچستان کې روانه میاشت دا دویمه پېښه دہ چې له پنجاب سرہ تعلق لرونکي مزدوران پکې وژل کېږ‎ي. د اپریل پر دولسمه نیټه د بلوچستان په نوشکي سلطان چړ‎ھایي سیمه کې نھھه مزدورانو په ګډون دولس تنه وژل شوي وو۔

د چارواکو په وینا ھغه وخت وسلوالو له کوټې څخه تفتان ته تلونکي بس څخه نھھه تنه مزدوران له شناخت ورستو را ښکته کړ‎ي او ھلته نېږ‎دې یې په ډزو وژلي. د وژل شوو مزدورانو تعلق له منځني پنجاب سرہ وو۔

د چارواکو په وینا، وژل شوي مزدورانو د بلوچستان له لارې ایران ته تلل غوښتل چې قانوني اسناد یې ھم درلود. د دې تر څنګ ھلته پر موقع پر یوہ بله موټر د یادو بریدګرو په ډزو یو تن پر موقع او دوہ تنه له ټپي کیدو ورستو په روغتون کې مړ‎ہ شوي وو۔

د یاد برید زمه واري بلوچ بیلتون غوښتونکې وسلوالې ناقانونه ګرځول شوې ډلې بي ایل اې منلې وہ.

د 2023م کال اکتوبر میاشت کې د کېچ ضلعې په تربت سیمه کې په دوو جلا جلا پېښو کې لس مزدوران وژل شوي وو، د چارواکو په وینا د وژل شوو تعلق هم د پاکستان د پنجاب صوبې سرہ وو۔

د یادې پېښې زمه واري ھم بي ایل اې نومي وسلوالې ډلې منلې وہ۔

تحریک انصاف ګوند وایي یوازې پوځ سره نه بلکې هر چا سره مذاکراتو ته تیار دی

File Photo
File Photo

په پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف لخوا یوازې د پوځ اؤ استخباراتي ادارې آي ایس آي سره مذاکراتو ته په امادګۍ ښودلو د حکومتي ایتلاف لخوا د شوؤ سختو نیوکو وروسته دغه ګوند ویلي چې د پوځي اسټیبلشمنټ په ګډون هر چا سره مذاکراتو ته تیار دي.

څیړونکي وایې په پي ټي آي د دغه ګوند مخالف سیاسي ګوندونه ښکاره دا تور لګوي چې 2018م انتخابات یې د پوځ په مرسته ګټلي وو ځکه اوس هم دا ګوند ګڼي چې پوځ به یې ېو ځل بیا اقتدار ته راولي خو تحریک انصاف ګوند مدام دا تورونه رد کړې دي.

اوړمه ورځ د تحریک انصاف ګوند یومرکزي مشر شهریار آپریدي ویلې وو چې د دوي ګوند ېوازې پوځي اسټبلشمنټ سره خبرو ته تیار دې.

د هغه په دې بیان حکومتي اتحاد کې شاملو ګوندونو سختې نیوکې کړې وې اؤ وروسته د پي ټي آي مرکزي ویاند روف حسن مطبوعاتو ته وویل چې پي ټي آي د اسټبلشمنټ پشمول هر چا سره مذاکراتو ته تیار ده.

هرکله چې تحریک انصاف ګوند سیاست کې د پوځ د کردار مخالفت کوي نو بیا ولې یوازې پوځ سره مذاکرات کول غواړي؟ ددې پوښتنې په ځواب کې خبریال علي اکبر وایې چې دلته هر یو سیاسي ګوند د پوځ د زور نه خبر دې خو تحریک انصاف د پوځ نه زیات متاثره دی .

ډيوه سره خبرو کې هغه وایي په تحریک انصاف ګوند نیوکه کیږي چې استخباراتي ادارې آي اېس آي ددې ګوند اقتدار کې راوستو د پاره ډیر کار کړی ؤ اؤ دا له هیچا پټه نه ده چې د آي اېس آي پخوانيو مشرانو جنرال(ر) شجاع پاشا اؤ جنرال(ر) فیض حمید د پاکستان تحریک انصاف سره څومره نزدې اړیکې درلودې.

علي اکبر وایې د پاکستان تحریک انصاف مشران په دې خبره پویه دي چې که اسټبلشمنټ سره یې کامیاب مذاکرات وشول نو بیا به سیاسي ګوندونو سره خبرې اسانې وي.

د تحریک انصاف ګوند مرکزي ویاند روف حسن ویلي، هر کله چې یې پوځ سره مذاکرات وشول نو دا خبره به کوي چې د پوځ سیاسي کردار دې ختم شي اؤ باید چې هره یوه اداره خپل اییني حد کې دننه فعالیت وکړي.

د پاکستان پوځ مدام دا تورونه رد کړي دي چې ګني د کوم سیاسي ګوند حمایت یا مخالفت کوي.

سیاسي ګوندونوسره د مذاکراتو په هکله د تحریک انصاف ګوند ویاند وایې، دې مذاکراتو ېواځنې مقصد به دا وي چې په اتمه فرورۍ ترسره شوؤ انتخاباتو کې د پي ټي آي مینډیټ غلا شوی دی اؤ باید دغه مینډیټ یاد ګوند ته واپس ورکړل شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند دا غوښتنې خبریال عبدالله مومند غیر حقیقي ګڼي اؤ وایي موجوده وخت کې د پاکستان تحریک انصاف پوزیشن ډیر کمزورې دې، د ګوند مشر عمران خان اؤ د هغه په میرمن یو شمیر مقدمې روانې دي، دواړه په جیل کې دي.

هغه وایي د ګوند اکثرو مشرانو باندې د نهم مئ د اړي ګړي پېښو کې د لاس لرنې تورونه هم دي، اؤ حالات ښیي چې د پاکستان تحریک انصاف اؤ پوځ ترمینځ تر هغه وخته مذاکرات امکان نه لري تر چې موجوده آرمي چیف په خپله څوکۍ ناست وي.

تر دې وړاندې د سینیټ غونډه کې د واکمن ګوند مسلم لیګ(ن) سینیټر عرفان صدیقي تحریک انصاف ته د مذاکراتو بلنه ورکړې وه اؤ ویلې یې وو که چرې پاکستان تحریک انصاف د احتجاج د پاره محمود خان اچکزې سره خبرې کولې شي اؤ مولانا فضل الرحمان سره ناسته کولې شي نو بیا نورو ګوندونو سره مذاکراتو کې ورته څه مشکل دې؟

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان چې د یو شمیر مقدمو له امله جیل کې پروت دی،هغه به مدام په مولانا فضل الرحمان اؤ محمود خان اچکزې ښکاره کلکې نیوکې کولې.

باجوړ کې د کچه کوټې غورځېدو اؤ بټګرام کې د تندر لوېدو له امله پینځه کسان وژل شوي

File Photo
File Photo

په قبایلي ضلعه باجوړ کې د بارانونو له امله د یو کچه کور د کوټې غورځېدو له امله دوه مېرمنې مړې شوي اؤ د دوؤ ماشومانو په ګډون پینځه کسان ژوبل شوي دي.

په بټګرام اوګۍ سیمه کې هم د تندر غورځېدو پېښه کې درې کسان وژل شوي دي.

د قدرتي افتونو په مهال د مرستو دولتي اداره وایي چې خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د بارانونو په تازه لړۍ کې نور 27 کسان مړه شوي اؤ 33 ژوبل شوي دي.

د سیمې نه مرستندویه سرچېنو وي او ای ډیوه ته ویلي د خالي په ورځ د باجوړ د ماموند سیمې په ګیلۍ رستم خیل کورونه کې د یو کچه کور کوټه غورځېدلې چې اووه کسان یې لاندې کړي دي .

د سرچینو په وینا پېښه کې دوه مېرمنې مړې شوي اؤ د دوؤ ماشومانو په ګډون پینځه کسان ژوبل شوي چې د علاج لپاره د باجوړ ضلعي روغتون ته رسول شوي دي.

تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې د خېبر پښتونخوا بټګرام اوګۍ کنډاو سیمه کې د اسماني برېښنا يا تندر پرېوتلو په پېښه کې 3 کسان وژل شوي وؤ.

د خېبر پښتونخوا پښتونخوا اؤ بلوچسستان په بیلابیلو سیمو کې د بارانونو لړۍ د تېرو دریو ورځو راهسې دوامداره ده اؤ د قدرتي افتونو په مهال د مرستو د دولتي صوبایي ادارو د رپورټونو تر مخه په دواړو صوبو کې د دې بارانونو له امله مختلفو پېښو کې تر اوسه 27 کسان مړه شوي 33 نور ژوبل شوي دي.

په دې بارانونو کې ګڼو کورونو اؤ ولاړو فصلونو ته هم زیان رسیدلی دی.

د موسمیاتو محکمې امکان ښودلی چې دا بارانونه به دوه ورځې نور هم دوام وکړي

یوسف رضا ګیلاني: د ترهګرۍ ستونزه باید طالبانو سره د خبرو له لارې هواره کړل شي

File Photo
File Photo

د پاکستان د سینیټ چیرمین ښاغلي یوسف رضا ګیلاني ویلي پاکستان دا مهال د ترهګرۍ د چیلنج سره مخ دی اؤ دا ستونزه باید طالبانو سره د خبرو اترو له لارې هواره کړل شي.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې په یو شخصي پوهنتون کې راجوړ شوي کانفرنس ته پخپله وینا کې ښاغلي یوسف رضا ګیلاني ویلي چې د پاکستان اؤ چین اقتصادي راهداري ددې سیمې لپاره زیاته مهمه ده .

ښاغلي ګیلاني ویلي چې په سي پیک به د پاکستان له لارې تاجکستان اؤ د سیمې نورو هیوادونو ته تجارت کیږي اؤ پاکستان د ټولنیز اقتصاد د ودې لپاره په سنجیدګۍ سره هڅې کوي.

هغه پخپله وینا کې د پاکستان اؤ هند تر منځ هم د تاو تریخوالي په کمولو ټینګار کړی اؤ ویلي یې دي چې د سینیټ د چیرمین په توګه به هڅه وکړي چې د سیمې د ټولو هیوادونو سره د پاکستان اړیکې غوره پاتې شي.

پخپله وینا کې ښاغلي یوسف رضا ګیلاني ویلي چې پاکستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره اړینه ده چې طالبانو سره مذاکرات وکړل شي اؤ د ترهګرۍ ستونزه له دې لارې له مینځه یوړل شي.

تر دې وړاندې پاکستان د ټي ټي پي سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات کړي وو او د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې بیا ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړه او بريدونه يې پېل کړل چې له هغې وروسته په پاکستان کې وسله وال بريدونه زيات شوي دي.

څيړونکي وايي د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ اکثره مذاکراتو هیڅ نتیجه نه ده ورکړې.

د څېړونکو وینا ده چې د مذاکراتو د بيا بيا ناکامۍ له وجې د دواړو ډلو په يو بل اعتماد کم شوی دی، مخکنیو مذاکراتو کې خلاف ورزۍ د حکومت او يا د ټي ټي پي لخوا شوي چې معاهدې ورسره ماتې شوې دي.

څېړونکي زیاتوي تېرو مذاکراتو، اوسنۍ حکومتي پاليسۍ او د ټي ټي پي غوښتنو ته په کتو ښکاري چې د دواړو ډلو ترمېنځ د سولې مذاکرات شروع کول او کاميابول به وخت وغواړي۔

څېړونکی اؤ خبریال فخر کاکا خېل په دې وروستیو کې د ډیوه خبریال ارشد مومند سره خبرو کې ویلي،ټي ټي پي يو مخصوص ځاي غواړي چې هلته به د پاکستان د رياست واکداري نه وي.

د فخر کاکا خیل په وینا پاکستاني طالبانو ته د خپل تحفظ ضمانت یاګارنټي پکار ده، هغوي له دا هم ګارنټي پکار ده چې خپل دود اؤ رواج په دغه علاقه جاري وساتي، او پاکستان دې ته تيار نه دی۔

د هغه په خبره "زه دا ګڼم چې که هر څومره جنګ وغځيږي نو اخري حل يې مذاکرات دي"

د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې تېره میاشت دا ګنګوسې رد کړې وې چې ګنې پاکستان ټي ټي پي سره د کوم چینل له لارې یا نیغ په نیغه مذاکرات کوي

محسن نقوي: د چیني وګړو حفاظت مو ملي مسولیت دی، د پاکستان اؤ چین د اړیکو خرابولو هڅې به رانه بریالۍ نه شي

File Photo
File Photo

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي پاکستان کې د موجودو چینایي وګړو حفاظت زمونږ ملي مسولیت دی اؤ د پاکستان اؤ چین دوستۍ ته د ضرر رسولو هیڅ یوه هڅه به کامیابۍ ته نه پرېښودل کیږي.

د کورنیو چارو وزیر د خالي به ورځ د چین د قونسلګرۍ څخه لیدنه کړې اؤ د چین کونسل جنرل ژاؤ شرین ته یې باور ورکړی دی چې پاکستان به پخپله خاوره کې د چین وګړو ته بشپړ امنیت ورکوي.

د کورنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د چین کونسل جنرل سره لیدنه کې دواړو مشرانو د اړونده خوښۍ اؤ دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا خبرې اترې کړې اؤ هم یې د چین د وګړو دامنیت په اړه خیالات تبادله کړي دي.

د کورنیو چارو وزیر د چین کونسل جنرل د حکومت له لوري د چیني وګړو د تحفظ لپاره د اخستل شوؤ ګامونو نه خبر کړی اؤ ورته یې ویلي چې حکومت ټولو اړونده ادارو ته په کلکه ویلي چې باید د چینایي وګړو تحفظ ته کوټلې توجو وکړي.

هغه ویلي چې د چینایي وګړو په حفاظت کې به هیڅ کسر نه پرېښودل کیږي اؤ حکومت به د هر هغه سازش مخه نیسي چې مقصد یې د چین اؤ پاکستان دوستۍ ته زیان رسول وي.

په 26م مارچ د خېبر پښتونخوا بشام سیمه کې د چینایي انجنیرانو په یوه قافله ځانمرګي برید شوی ؤ چې پینځه انجنیران اؤ د هغوي یو پاکستانی ډرایور پکې وژل شوي دي.

له دغه برید وروسته چین په پاکستان ټینګار کړی چې باید د وګړو تحفظ یې باوري کړي اؤ ترڅو ورځو چینایي کمپنیو پاکستان کې په جوړیدونکو ډیمونو خپل کارونه هم ودرولي وؤ.

د ترهګرۍ ددغه سترې پېښې وروسته د روانې میاشتې په پیل کې وزیراعظم شهباز شریف پرېکړه کړې وه چې ملک کې د میشتو چینایي وګړو د امنیت چارې به هره میاشت پخپله ارزوي .

هغه ویلي وؤ د ترهګرۍ پرضد جګړې ته به تر هغې دوام ورکول کېږي ترڅو چې هیواد نه په بشپړ ډول د ترهګرۍ نوغی نه وي ویستل شوی.

د پاکستان حکومت پرله پسې دعوې کوي چې پاکستان د بهرنیو سرمایه کارانو اؤ تجارانو لپاره یو خوندي هیواد دی خو د حکومت د دغو دعوؤ باجود وخت په وخت پاکستان کې په بهرنیو وګړو د بریدونو رپورټونه مخې ته راځي.

د روانې اپریل میاشتې په ۱۹مه نېټه هم د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د جاپان د وګړو په یو ګاډي ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې دوه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ خو پولیسو ویلي وؤ چې په دغه برید کې د جاپان وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG