لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو این ایچ سي آر وایي روان کال له پاکستانه څه باندې 18,500 افغان کډوال وطن ته ستانه شوي


د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي آر وایي د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې له پاکستان او ایرانه افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت نیژدې 14 ځله زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو ددغو شمېرو له مخې د روان کال د جنورۍ له پیله د مارچ تر اخره پورې تقریباً 18,700 تنه افغان کډوال له پاکستان او ایرانه خپل هیواد ته ستانه شوي دي، وایي د تېر 2023 کال په لومړیو دریو میاشتو کې دا شمېر 1,400 تنه وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې 18,545 افغان کډوال له پاکستانه او 112 تنه له ایرانه او 23 تنه له نورو هیوادونو خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

یو این ایچ سي آر وایي د تېر 2023م کال په لومړیو درو میاشتو کې 1,245 کسان له پاکستانه، 95 تنه له ایرانه او 29 تنه له نورو هیوادونو خپل هیواد ته ستانه شوي وو.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې له ستانه شویو کډوالو سره د مرکو په بنیاد ویلي، د مختلفو سببونو له کبله دغه کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي:

"د نیول کېدو او شړل کېدو اندېښنې، د پولیسو او ریاستي ادارو د سپکاوي ډار، د پي او آر کارډونو د مودې غزولو ناڅرګند حالت او د شپې د چاپو سببونه شامل دي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي کوم سیسټم چې یې د 2023 کال له نومبر میاشتې راهیسې د ستنېدونکو کډوالو د څارنې او ارزونې لپاره جوړ کړی، د هغه له مخې 61 فیصده کډوالو له پاکستانه خپل وطن ته د ستنېدلو لومړی سبب په دغه هیواد کې د امنیتي ادارو له خوا ځورول یاد کړي دي.

یو این ایچ سي آر وایي د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې افغانستان ته ستانه شوي اکثر کډوال خپلو ولایتونو ننګرهار، کابل، لغمان، کندهار او کندوز ته تللي او مېشت شوي‌ دي.

د پاکستان حکومت د اپرېل په وروستیو کې په دغه هېواد کې له یو این ایچ سي آر سره د کډوالو په توګه د رجسټر شویو افغانانو د پي او آر کارډونو موده د روان کال د جون تر 30مې پورې وغزوله.

ملګرو ملتونو اټکل کړی چې 720 د قانوني اسنادو نه لرونکي او 50,000 نور د پي او آر کارډونو لرونکي افغان کډوال به تر جولای میاشتې له پاکستانه خپل هیواد ته ستانه شي.

د سره صلیب نړیوالې مرستندویه ادارې یو لوړپوړي چارواکي ویلي په کار ده افغان کډوال د یو منظم پروګرام له مخې خپل هېواد ته ستانه شي چې د افغانستان د ور ستنېدونکو کډوالو لویه څپه کنټرول کړای شي.

د اېشیا او پېسفیک لپاره د سره صلیب او سرې میاشتې ای ایف آر سي مشر الیکزنډر مېتیو ویلي، په روان کال کې د پاکستان له حکومت سره کار ډیر مهم دی چې ستنېدونکي کډوال په منظمو او کوچنیو ګروپونو کې افغانستان ته ستانه شي او د ستنېدو بهیر په سمه توګه ترتیب شي.

پاکستان د 2023م کال د نومبر له پیل راهیسې د غیرقانوني مېشتو بهرنیو کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی چې د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې تر اوسه له دې هېواده تر 5,50,000 زیات افغان کډوال خپل وطن ته کډه شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG