لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په ګوادر ښار کې اووه مزدوران وژل شوي يو ټپي شوی


پخوانی عکس.
پخوانی عکس.

د پاکستان د بلوچستان صوبې د ساحلي سیمې ګوادر پوليس وايي، په يو وسله وال بريد کې اووه خواريکښ وژل شوي، د وژل شوو کسانو تعلق د پنجاب ‏صوبې د خانېوال سيمې سره دی.‏

د ګوادر پولیس وایي پېښه له ګوادر ښار څخه شاوخوا 14 کلو میټره لرې د سربندر نومي وړ‎وکي بازارګوټي کې شوې ده.‏

د وژل شوو جسدونه د سرکاري کاروایي لپاره د ګوادر ځایي روغتون ته وړ‎ل شوي دي.‏

د نوم نه ښولو په شرط پولیس چارواکي وي او اې ډيوه ته وویل، نا معلومه وسلوال په یاده سیمه کې د استوګنې یوې خونې ته ننوتلي او هلته په خوب ویدہ ‏مزدوران یې په ډزو وژلي دي.‏

‏"وژل شوي ټول د پنجاب صوبې د خانیوال اوسیدونکي دي، دلته د ویښتانو په دوکان/حمام کې یې کار کولو، موږ‎‏ د پېښې نورې پلټنې کوو".‏

د چارواکي په وینا،"داسې معلومېږ‎ي چې د یادو کسانو شناخت او د استوګنې ځای له اوله معلوم کړ‎ل شوی او ورستو وژل شوي".‏

د پیښې زمه واري د رپورټ د جوړ‎ولو تر وخته چا نه ده منلې.‏

د بلوچستان حکومت د مزدورانو وژنه غندلې او د پیښې رپورټ یې طلب کړ‎ی دی. وزيراعلا سرفراز بګټي ويلي، دا د ترهګرۍ پېښه ده، د ترهګرو او ‏سهولت کارو پرضد به کارروايي کولی شي، د ترهګرو او سهولت کارو سره به یې هیڅ نرمي نه کيږي".‏

د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند ويلي، "د پېښې ځای ته انتظامي چارواکي رسېدلي دي، او په دې اړه نور تفصیل راټولوي، موږ‎له غمجنو کورنیو سه ‏هم په تماس کې یو".‏

په تېره يوه میاشت کې په بلوچستان کې دا شاوخوا دریمه پېښه ده، د چارواکو په وينا د پنجاب سره تعلق لرونکي کسان له شناخت ورسته وژل کیږي.‏

د اپریل په ‏‎28‎مه د پنجاب د فیصل اباد سرہ تعلق لرونکي دوه کارګران د تربت په تمپ سیمه کې په ډزو وژل شوي وو.‏

د اپریل په ‏‎12‎مه د اختر په دریمه ورځ د پنجاب نهه مسافر چې له کوټې څخه ایران ته پر لاره وو له یوه بس څخه کښته کړل شوي او په ډزو وژل شوي وو.‏

‏ د یادې پېښې پړه د بلوچ لبرېشن آرمی نومي نا قانونه ګرځول شوې وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستې وه.‏

تر دې وړاندې هم په ګوادر او د بلوچستان په زیاتره بلوڅ میشتو سیمو کې د غېر ځايي خلکو او له پنجاب سرہ تعلق لرونکی مزدورانو د په نخښه کولو ‏پېښې رپورټ شوې دي.‏

ناقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي او يا بلوچ لبرېشن فرنټ په بلوچستان پر ژبني یا لساني بنیادونو د غېر ځايي کارمندانو یا مزدورانو د وژنو د ‏زیاترو پېښو زمه وارۍ مني.‏

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG